د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې هرات کې د ګلبهار سمنټو ودانۍ د سمنټو پر تولید پیل کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، د ګلبهار ګروپ شرکت مشر د یاد وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره تر لیدنې وروسته د هرات زنده جان کې د سمنټو د تولید عملي چارې پیل کړي دي.
ویل کیږي چې دغه ودانۍ به کال کې یو میلیون ټنه سمنټ تولیدوي او ۵۰۰۰ تنه به پکې کار کوي.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، چې په هېواد کې سراسري امنیت خوندې دی او اوسمهال د پانګونې غوره زمینه برابره شوې ده. د نوموړي په باور اوس ملي او نړيوال پانګوال په ډاډه زړه کولاى شي د هېواد پر کاني زېرمو پانګونه وکړي.
کانونو او پټرولیم وزارت لا وړاندې ویلي و چې په نږدې کلونو کې به افغانستان د سمنټو د تولید له اړخه پرځان بسیا کوي.