ډېر لوستل شوي

پارېدلي اسراییلیان؛ ښایي نتانیاهو له تخته وپرځوي

.

زرګونه اسراییلي ښاریان یو ځل بیا د صهیونیسټ رژیم پرضد سړکونو ته راووتل او د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د لیرې کولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه یې کوله.
د فرانسې خبري آژانس ویلي چې دغو مظاهره چیانو د اسراییلو د پارلمان مخې ته له راټولیدو وروسته په اورشیلم کې یوه لویه لار بنده کړه او ټایرونو ته یې اور ورته کړ.
د معلوماتو پر بنسټ، په اسراییلو کې د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر ضد مخالفتونه په بې ساري ډول زیات شوي او د همدې اونۍ د شنبې په ورځ د اسراییلو په تر ټولو لوی ښار تل ابیب کې زرګونو کسانو لاریون وکړ. دا لاریونونه په داسې حال کې کیږي چې اسرائیلي چارواکو نن اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کې تر ۶۰۰ زیات صهیونست عسکر هلا ک شوي دي. د ویلو ده چې د صهیونست عسکرو مړینه د حماس ځواکونو په پرتله بې سارې لوړه ده

اړوند خبرونه