د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخوند په مشري د کابینې په شلمه غونډه کې، د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید او اړوندو ارګانونو ته د تطبیق په هدف وسپارل شوه.
دغه طرحه د کابینې په تېره غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه چمتو شوې وه چې په تطبیق سره به یې په هیواد کې د ترافیکو پېښو په مخنیوي کې کمښت راشي.
د ترافیکو پېښو د مخنیوي سربېره په دې غونډه کې له مالدارو هیوادوالو سره د شویو مرستو راپور هم واورول شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکي کې دي خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي. د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه داسې مهال چمتو او د تطبیق وړ ګرځي چې په دې وروستیو کې هیواد کې د ترافیکو پېښو کچه بې مخینې لوړه شوې ده.