ډېر لوستل شوي

اسراییلو الجزیره شبکه وتړله

د الجزیرې د راپور له مخې د اسراییلو پارلمان د رایو په اکثریت سره ټولې بهرنۍ رسنۍ تړلي دي. یاد پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ټولو ګواښمنو بهرنیو رسنیو فعالیت دروي.

ددغه قانون تر تصویب وروسته نتانیاهو وویل چې د الجزیرې رسنیز فعالیت به په مطلقه توګه وتړي.

د اسراییلو لومړي وزیر پرون(دوشنبه، وري ۱۴مه) وویل چې د الجزیرې فعالیت به د روانې جګړې ترپایه په هغه هیواد کې وځنډوي.

 رویټرز ته په رسیدلي سند کې ویل شوي چې د اسراییلو پارلمان به په ټول هیواد کې هغه تلویزیوني شبکې وتړي چې د دغه هیواد داخلي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د ویلو ده چې صهیونستانو په قصدي ډول په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې لسګونه خبریالان وژلي او د ډېرو رسنیو فعالیتونه یې له ځنډ سره مخ کړي دي. الجزیرې شبکې، په بې پرې توګه له جګړه ییزو حالتونو راپورول جوړول او تر ډېره به یې حقیقتونه رابرسېره کول.

اړوند خبرونه