ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت په روسیه کې نړیوال اسلامي فورم غونډې ته بلل شوی

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت د نړیوال اسلامي فورم راتلونکې غونډې ته چې تمه ده په یاد هیواد کې جوړه شي، بلل شوی دی.

تاس خبري اژانس ویلي چې دغه غونډه به راتلونکي (غوایي میاشت) په کازان ښار کې ترسره شي.

ښاغلي کابلوف دا هم وویل چې اسلامي امارت به هم په دې غونډه کې له ګډون کوونکو هیوادونو څخه یو وي.

په افغانستان کې د روسیې ځانګړي استازي ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له کابل سره د مسکو د ګډې همکارۍ اعلان هم وکړ.

مسکو په داسې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ګډې مبارزې خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت نظامي اتشې په رسمي ډول په روسیه کې د دغه هېواد په سفارت کې کار پیل کړی دی.

روسیه یو اسیایي هېواد او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی دی چې له افغانستان سره پراخې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.

اړوند خبرونه