د سوریې په دمشق ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلي ځواکونو په یوه بمبارۍ کې اووه تنه وژل شوي. تر دې وړاندې ویل کېدل چې په دغه برید کې پینځو تنو خپل ژوند بایللی دی، خو دمشق کې د ایران سفیر د اوو تنو د مړینې پخلی کړی.
داسې ویل کیږي چې په دې برید کې د سپاه پاسدارن د یو قوماندان او د قاسم سلیماني د نږدې ملګري محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسدران ۵ نور مهم غړي وژل شوي دي.
ایران اسرائیلو ته پرېکنده ځواب ورکړی او د غچ اخیستنې ګواښ یې کړی.
یو شمېر نورو هیوادونو هم دا برید غندلی او د اسراییلو دا بې شرمانه کړنه یې د نړیوالو قانونو په ضد بللې ده.