ډېر لوستل شوي

د بودجې له توشېح پرته، دولتي مامورینو ته د وري میاشتې معاشونه ورکول کیږي.

مالیې وزارت اعلان کړی، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ به د بودجې تر تصویب مخکې، دولتي کارکوونکو ته د روان ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې معاشونه ورکول شي.
دغه وزارت نن (سه شنبه، وري ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر خپور کړی.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دولتي کارکوونکو ته به د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د روان ۱۴۰۳ مالي کال د وري میاشتې معاشونه ورکول شي.
مالیې وزارت زیاته کړې، چې د ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې، خو تر اوسه تصویب شوې نه ده.
د نافذه قوانینو له مخې، د مالي کال پلان د مالیې وزارت له خوا چمتو شوی او د تصویب په موخه امیرالمؤمنین حفظه الله ته استول شوې ده.
د هېواد د ملي بودجې له تصویب سره به د دولتي ادارو د مالي او پراختیایي بودجو د تطبیق زمینه برابره شي

اړوند خبرونه