د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د هټیو له لوحو څخه د مالیې اخیستنه منع اعلان شوه. په دغه فرمان کې چې نن(چهارشنبه، وري ۱۵مه) خپور شوی، د هټیو له لوحو پکې د فیسونو غونډول منع شوي دي. په دغه فرمان کې ویل شوي چې له دې مادې هغه هټۍ مستثنی دي چې جوازونه یې په ښاروالیو پورې اړوندیږي. ویل کیږي چې دغه فرمان به له نننۍ نېټې وروسته نافذ او په رسمي جریده کې به خپور شي.