ډېر لوستل شوي

د ماینونو نړیواله ورځ؛ تېرو درې میاشتو کې یې د نږدې ۴۰ تنو ژوند اخیستی

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې په هېواد کې ۶۱ ماینونه او ناچاودېدونکي مهمات چاودلي دي. له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د ماین پاکۍ ادارې مشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه د سلواغې ۱۶مه) د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه غونډه کې کړي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د دغه چارواکي په وینا، په هیواد کې د یادو شويو ماینونو د چاودنې له امله ۳۸ تنه مړه او ۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي. په هیواد کې د ماینونو او ناچاودیدونکو مهماتو ډیری قربانیان ماشومان او کم عمره هلکان دي.

بل پلو،  درې ورځې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې څه باندې درې زره کیلومتره ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې هیواد کې لا هم ناچاودي توکي شته چې وخت ناوخت یې کوچنیان ښکار کیږي.

اړوند خبرونه