ډېر لوستل شوي

۲۶۰ لویو پوځي مرکزونو او ادارو کې د قرانکریم د ژباړې او تفسیر دوره بشپړه شوه

.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد په ۲۶۰ لویو پوځي مرکزونو او ملي راډيو ټلوېزیون کې د قران کریم د ژباړې او تفسیر دوره پای ته رسېدلې ده. ویل کیږي چې په دغه دوره کې زرګونو مجاهدینو ګډون کړی وو.
د قرانکریم د تفسیر او ژباړې دغه دوره د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم په پښتو او دري ژبو د شعبان المعظم په لومړۍ نېټه پپل شوې وه او تېره ورځ د روژې په ۲۵ مه پای ته ورسېده.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت د بیاواکمنۍ راهیسې دا درېیم ځل دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هېواد په کچه په ټولو لویو نظامي مرکزونو او ملي راډیو تلویزیون کې د ژباړې او تفسیر دورې بشپړیږي

اړوند خبرونه