ډېر لوستل شوي

ستره محکمه: د اختر په پار، دوه زره زندانیان ازادیږي

.

ستره محکمه وایي چې د امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخند زاده حفظه الله د یوه فرمان په مټ به د هیواد له بېلابېلو زندانونو ۲۰۰۰ تنه زندانیان ازاد شي. د سترې محکمې مسوولینو د دغو بندیانو د ازادېدو خبره په یوه خبري ناسته کې کړې ده.
د سترې محکمې مرستیال حافظ عبدالولي محمود وویل چې د یادو بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د یوشمېر نورو بندیانو د بند موده هم رالنډه شوې ده.
نوموړي د ازادېدونکو بندیانو په اړه وویل: «ډېری بندیانو جنايی جرمونه کړي چې پر اخلاقي فساد او غلاوو تورن دي او ځینې یې پر حق‌العبد باندې تورن دي چې د دې تخفیف برخه نه‌دي.»

د سترې محکمې چارواکو همداراز ویلي چې د بندیانو د خوشې کېدو په لومړي پړاو کې پرون، له پلچرخي زندان څخه ۴۰۶ بندیان چې ۴۰ ښځې او ۲۸ ماشومان پکې شامل وو، ازاد شوي دي.
نوموړی زیاتوي: «هغو بندیانو چې زندان کې پر خپلو جرمونو او کړنو پښېماني ښودلې او اصلاح شوي، ازادېږي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پاليسۍ مرستيال عبدالله همدرد دې خبري ناستې ته وویل چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر به تر کوچني اختره بشپړ شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال حبيب‌الله بدر د هیواد په زندانونو کې له بنديانو سره د ناسم چلند ادعاوې ردوي. نوموړی زیاتوي چې یو شمېر کسان داسې اوازې خپروي چې ګوندې په زندانونو له بندیانو سره ناوړه او غیرانساني چلند کیږي. ښاغلي بدر دا او ورته ادعاوې تشې اوازې بللي دي

اړوند خبرونه