ترکي رسنیو ویلي چې له دې وروسته د تاجکستان هېڅ اوسېدونکي ته اجازه نه ورکول کیږي؛ څو ترکیې ته ننوځي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زیاتوي چې له دې وروسته د انقرې پولې د بې اسنادو تاجکستاني وګړو پر مخ تړلي دي. ترکي رسنۍ وایي چې نه غواړي خپل هیواد کې تاجکستاني وګړو ته ځای ورکړي.
ویل کیږي چې د ترکیې دولت تاجکستان ته د وېزو پر ورکړه هم بندیز لګولی او انقرې ته یې سفرونه لغوه شوي.
ترکیې له هغې وروسته دا اقدام وکړ، چې په مسکو کې څو تنو بریدګرو د موسیقۍ پر یوه سالون برید وکړ. د مسکو پولیسو د دغه برید په تړاو څلور تنه ونیول چې د تاجکستان اتباع وو. له یاد برید وروسته مسکو پرېکړه وکړه چې تاجکستاني کارګر او اتباع له خپلې خاورې وشړي.
له مسکو وروسته انقره دویم هیواد دی چې خپلې پولې د تاجکستاني وګړو پر مخ تړي