ډېر لوستل شوي

تېرکال، کابل او ولایتونو کې تر ۵۰ ټنو زیات بې کیفیته خوراکي توکي له منځه وړل شوي

د خوړو او درملو ادارې مسوولینو په یوه خبر کې ویلي چې تېر ۱۴۰۲کال، کابل او ولایتونو کې ۵۴ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.

ددغې ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر نعیم الله ایوبي وایي، چې د نورو کلونو په پرتله، تېر کال د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوړو او درملو کچه د پام وړ کمه وه.

دښاغلي ایوبي په وینا: ۱۴۰۱ کال کې ۱۶ سوه ټنه بې کیفیته او تاریخ تېري خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي وو او په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې دغه کچه ۸۰۰ سوه ټنو ته راښکته شوې وه. یادې ادارې یو ځل بیا له ټولو سوداګرو غوښتي چې د هغو خوراکي توکو او درملو له وارېدلو ډډه وکړي چې تر ۶ میاشتو کم وخت لري.

اړوند خبرونه