د ملي پراختیا شرکت مسوولین په یوه خبر کې وایي چې دغه شرکت د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې اړوند پر سلګونه جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو بڼ جوړ کړی دی. د (ترقي) په نوم دغه بڼ کې چې د اوبو رسونه یې د څاڅکو د سیسټم په ډول ده، شاوخوا یې زرګونه مېوه لرونکې ونې کېنول شوي دي.
ویل کيږي چې دغه بڼ به د زیانمنو غازونو په مخنیوي او چاپیریال ساتنه کې اغېزمن ثابت شي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې ددې کارخونو تولید زیات شوی، بلکې شاوخوا یې سلګونه جریبه شاړه ځمکه هم ښېرازه شوې ده.