ډېر لوستل شوي

د فلسطین موضوع د ټول اسلامي امت ګډه قضیه ده

امیرالمؤمنین حفظه الله د کوچني‎ اختر په مناسبت  د نړۍ مسلمانانو او هیوادوالو ته مبارکي ویلي ده. د مبارکۍ په دغه پیغام کې د اسلامي نظام شتون او شکراداینې، د اسلامي شریعت پر تنفیذ، اقتصادي برخو او نورو ته نغوته شوې ده.

په دغه پیغام کې د فلسطین له مسلمانانو سره پر خواخوږۍ ټینګار شوی. وړاندې راځي چې د فلسطین قضیه په ټول اسلامي امت پورې تړاو لري او باید د صهیونستانو لاسونه له دغه ظلمه لنډ شي.

د مبارکۍ په دغه پیغام کې راغلی چې د لوی رب شکر باید ادا شي چې اسلامي نظام یې را په برخه کړی، ددغه سپیڅلې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، په پوره امنیت کې مو روژه ونیوله او ډاډمنه فضا کې به اختر هم ولمانځو.

په دغه اختریز پیغام کې وړاندې راځي‎: ((په خپلو مسلمانو وروڼو تاکید کوم چې د الله تعالی جل جلاله شکر له پامه ونه غورځوي او تل د الله تعالی شاکر بندګان واوسئ، الله تعالی راکړی اسلامي شرعي نظام، امن، اخوت او اتحاد دا ټول هغه څه وو چې موږ په لسیزو ورڅخه محروم کړل شوي وو.))

وړاندې د شته اسلامي نظام پر ملاتړ ټینګار او پر اصلاح او خیرخواهۍ  یې ټینګار شوی دی. بل پلو، د جوماتونو امامانو او علماوو کرامو ته په اشارې ویل شوي چې دوی باید د اسلامي امارت مسوولین لا ډېر د الله (ج)بندګۍ ته وروبولي، اصلاح یې کړي، نېکې مشورې ورکړي، لارښوونې ورته وکړي او د یوازیني رب پالنې ته یې راوبلي.

وړاندې راغلي: (( د اسلام د یوه مقدس رکن جهاد في سبیل الله مهم هدف اعلاء کلمة الله او د اسلامي شریعت تنفیذ دی، اسلامي امارت هم د مقدس جهاد د اهدافو د تر لاسه کولو او د مجاهدینو د ورکول شویو قربانیو د تحفظ په موخه همدې اساسي هدف ته لومړیتوب ورکوي او د ترلاسه کولو لپاره یې مختلفې هڅې په کار اچولې، د عدالت تامین، شرعي حدود او تعزیرات شرعي محاکم د شریعت د اصولو مطابق بلا توپیره اقامه کوي او د ظلم مخنیوی او د مظلوم دفاع کوي.))

په دغه پیغام کې د تېرو لسیزو ناامنیو او جګړو ته اشاره شوې.  دغه پیغام کې ویل شوي چې الله (ج) پر افغان ولس یو ستر انعام کېښود، اسلامي نظام یې ور په برخه کړ او دلته یې ظاهري او باطني امنیت قایم کړ.

د امیرالمؤمنین حفظه الله په دغه اختریز پیغام کې اقتصادي اړخ ته پر پاملرنې ټینګار شوی او وګړي پکې کارروزګار ته هڅول شوي دي.

وړاندې ویل شوي: ((د افغانستان اسلامي امارت د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي، او له هر چا څخه هم غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت دغه نیک نیت او ارادې ته د شک په نظر ونه ګوري، زموږ قول او تعهد دی، او له دوی څخه هم  د افغانستان حریم، ګټو، او عزت ته د پام کولو توقع لرو او غواړو چې ښې اړیکي راسره وپالي.))

په دغه پیغام کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اسلام مقدس دین د غوښتنو په رڼا کې پر اقتصادمحوره سیاست ټینګار شوی. ((له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ورورۍ په اساس ولاړې دي، ټول مسلمانان زموږ وروڼه دي، همدې اصل ته په کتو، موږ مشترک دين، عقائد او باورونه سره لرو، مشترکې ګټې سره لرو، چې باید له امله یې مشترک لید لوری سره ولرو، د یو بل په درد او غم کې سره شریک واوسو او د خپل توان په اندازه یو له بل سره مرسته او همکاري وکړو. ))

د فلسطین بې ګناه ولس پر ننګې تاکید او پر ټولو اسلامي هیوادونو او نړۍ غږ شوی چې د فلسطین له وګړو د صهیونستانو لاسونه لنډ کړي. وړاندې راځي: ((اسلامي امت مسئولیت لري چې د مظلومو فلسطینیانو له داعیې څخه کلک ملاتړ وکړي او په یوه غږ د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له فلسطینانو سره ودریږي. ))

پر فلسطین روانو ظلمونو په اړه نړیوال پړه بلل شوي: ((د فلسطین ظلم ته د نړۍ د بشر د حقوقو مدعیان نظاره کوي، تراوسه هيڅ نړیوال اړخ د دغو ظلمونو د بندیدو لپاره عملي ګام نه دی اخیستی او د دې سترې غمیزې په اړه یې خپل مسئولیت ندی ادا کړی.))

اړوند خبرونه