ډېر لوستل شوي

له نشه یي توکو لسګونو رغېدلو کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

له نشه يي توکو رغېدلي ۱۵۰ کسان، د یوه مکتوب له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د حرفوي زده کړو په موخه وروپېژندل شول.

ویل کیږي چې له نشه یي توکو دغه رغېدلي کسان به په حرفوي برخو کې وروزل شي.

یاد کسان چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې معیاري درملنه شوې وه او په بشپړ ډول رغېدلي دي، اوسمهال ورته په مسلکي او حرفوي برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د زده کړو زمینه چمتو شوې ده.

ویل کیږي چې دغو ۱۵۰ تنو ته به په پینځو بېلابېلو برخو کې ۴ میاشتنۍ حرفوي زده کړې ورکړل شي. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلګونو له نشو رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو حرفوي برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

اړوند خبرونه