د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي چې په دې ولایت کې د غوړیو د څلورو کارخونو په فعالیت سره د غوړیو په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د مسوولینو په وینا دغه فابریکه د پنبو دانو په پروسس او غوړیو د تولید برخه کې فعالیت کوي چې دمګړۍ یې په بازار کې د غوړیو اړتیا هم پوره کړې ده.
بل پلو، د میدان وردګو ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې څو ورځې وړاندې د غوړیو د تولید یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې یو ټن خوراکي غوړي او څه باندې شپږ ټنه کونجاړه تولیدوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هیواد په شمال کې د سپین زر تولیدي شرکت هم په فعالیت پیل کړی او لیري نه ده چې د غوړیو د تولید کې هیواد پر ځان بسیا شي.