ډېر لوستل شوي

یوه موزه او دوې پښې؛ د واشنګټن نه منونکې ماتې

د واشګنټن او تل ابیب خپلمنځي اړیکې په دې وروستیو کې ناندریزې شوي دي. وړاندې فکر کېده چې ګوندې امریکا او اسراییل دې په دغه ناندریز حالت، نور تېرباسي، خو اوس داسې انګېرل کیږي چې د دغو ګډو ګټو او واحدې پالیسۍ پالونکو هیوادونو تر منځ درز یقیني او رښتونی دی.

تازه د امریکا برحاله ولسمشر جوبایډن، نتانیاهو ته ویلي چې که صهیونستان په غزه کې د ملکي وګړو او مرسته رسونکو کارکوونکو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی به یې له ملاتړ څخه لاس په سر شي.

بایډن په څرګندو ټکو، غاصب صهیونستي رژیم ته ګوتځنډنه کړې چې باید د ملکي وګړو او د مرستندویه ارګانونو د کارکوونکو ژوند ته پام وشي. بایډن ګواښ کړی چې که تل ابیب یې پر غوښتنو غوږ ونه ګروي، واشنګټن به یې پر وړاندې خپله تګلاره تغییر کړي.

تر دې وړاندې د جوبایډن مرستیالې کاملا هارېس له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي و چې تل ابیب ته یې په څرګندو ټکو ویلي چې د ملکیانو ټول وژنه دې ودروي. هارېس وایي چې که اسراییل یې غوښتنې نه مني، نو دوی به بدیله لاره غوره کړي.

اوس بحث دا دی چې امریکا ولې د ملکیانو ژوند او اوربند غواړي؟

ایا امریکا نوره جګړه پر مخ نه شي وړلی؟

ایا اسراییل د امریکا له فرمایشونو سرغړاندي کوي او که څه؟

واشنګټن وروسته له هغې، اسراییلو ته ګواښونه کوي چې د ملکیانو او مرسته کوونکو ژوند ته پام وکړي چې د پخلنځي نړیوالې مرسته کوونکې ادارې اووه تنه کارکوونکي صهیونستي ځواکونو په نښه کړل. نوموړی برید د امریکا په ګډون ګڼو هیوادونو وغانده او دا یې د اسراییلو له خوا د خیریه او مرسته رسونکو ارګانونو چوپړونو ته نه درناوی یاد کړ.

دا چې امریکا غزې ته د مرستو پر رسولو ټینګار کوي او یا هم د ړندو بمباریو درول غواړي، دا په دې مانا نه چې ګوندې د دوی عاطفې دې فوران کړی وو او یا دې هم د غزې له لالهانده او بې کوره ولس سره د دوی خواخوږي پیدا شوي وي؛ بلکه واشنګټن له هرې ممکنې وسیلې غواړي پر دې اور اوبه توی کړي او یو ډول له منځني ختیځ څخه خپله لمنه راونغاړي. ددې ادعا یو ستر دلیل د امریکا په رضایت، په دمشق کې د تهران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید و. اسراییل هم له دغه اوږده او ناپایه جنګه تنګ شوي او غواړي چې دا جګړه بلې جغرافیې ته انتقال کړي. د تهران ځیرکي هم د ستاینې ده چې همهاله یې مقابل برید ته زړه ښه نه کړ، کنه د تهران پر کونسلګرۍ د برید لویه طرحه بلې جغرافیې ته د جګړې وروړل او د جنګ لوری بدلول و.

 ښایي خواله رسنیو کې به ورسره مخ شوي وئ چې امریکایي الوتکو اونۍ وړاندې غزه والو ته ۴۰ زره کڅوړې خوراکي توکي له هوا وغورځول.

دوی په دغو په ظاهره نېکو کارونو ځانونه یو ډول نړۍ ته خواخوږي ښيي او د اوربند چیغې او سورې یې هم له نورو لوړې شوي.

د اسراییلو او عربو د جګړو د تاریخ پاڼې که واړوو، نو دا ترې څرګندېږي چې د دغو هیوادونو ترمنځ جګړې او مخالفت حتی یوه میاشت هم دوام نه دی کړی او ډېر ژر یې تر منځ اوبه توی شوي. خو نظامي شنونکي د حماس مجاهدینو او صهیونستو جګړه له تېرو نورو په بل ډول تعبیروي او دا له اسراییلو سره د مسلمان مجاهدینو تر ټولو اوږده مبارزه بولي.

ویل کیږي چې دغې جګړه اسراییلو ته په درنه بیه تمامه شوې. د واشنګټن پوسټ د یوه راپور له مخې، اسراییل هره ورځ له بهرنیو او د امریکا له مرستو پرته نږدې۳۰۰ یا هم ۴۰۰ میلیونه ډالره پر دې جګړې مصرفوي. د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې اوسمهال د اسراییلو اقتصاد مخ په ځوړ دی. اسراییلو نننی ناوړه اقتصاد په تېر ۲۰۲۰ کلونو کې تجربه کړی و چې د کرونا وایروس یې اقتصادي څرخ په ټپه درولی و.

اوس دا پوښتنه چې ایا واشنګټن نوره دا جګړه پر مخ وړلی شي؟ مشخصا ځوابوو.

امریکا د اسراییلو له مالي ملاتړه ناتوانه شوې. ویل کیږي چې اسراییل په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې له جوړېدو سره سم ورسره امریکا تر بل هر هیواده ډېره مرسته کړې ده. له دغه هیواد سره چې په (۱۹۴۸ زېږدیز) کې مصنوعي جوړ شو، تر اوسه امریکا د دویمې نړیوالې جګړې هومره مرستې کړې دي. مانا امریکا چې په دویمه نړیواله جګړه کې څومره مالي زیان لیدلی، له همدې زیات لګښت یې دغه هیواد ته ورکړی دی. که دغه رقم ته سړی ځیر شي، په رښتیا هم ملاماتوونکی لګښت دی. هو. اوسمهال د اسراییلو تر ټولو ستر مالي او پوځي ملاتړی واشنګټن دی. ویل کیږي چې اسراییلو ته تر دې دمه ددغه هیواد ثبت شوې مرستې تر ۳۰۰ بیلیونو ډالرو اوړي. بل پلو، د اوکراین ولسمشر وایي چې د امریکا له ملاتړ پرته دوی خبله جګړه پر مخ نه شي وړلی او نه نور د جګړي مالي توان لري. د مسکوـکییف له تازه نښتو داسې ښکاري جې مسکو په ډېرو برخو کې برلاسی دی او تازه یې د اوکراین ګڼې ځمکې نیولي دي. کییف مني چې په جګړه کې یې ماتې خوړلې او دا ناکامه جګړه یې هم د امریکا او لوېدیځ په اشاره پیل کړې وه.

ایا تل ابیب د واشنګټن او په ځانګړي ډول د جوبایډن له اوامرو سرغړونه کوي؟

سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکن تر سفر وروسته د اسراییلو او امریکا ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی. دا څویم ځل دی چې د امریکا ولمسشر جوبایډن په ټیلیفوني مکالمه کې نتانیاهو ننګوي او ګواښ ورته کوي چې په غزه کې ټول وژنه ودروي. ویل کیږي چې بایډن پر نتانیاهو او شته کابینې نیوکې کړي او دوی یې په روانه جګړه ناکام بللي دي. بلنکن په خپل وروستي سفر کې له نتانیاهو او د کابینې له غړو سره لانجمنې ناستې کړي او د امریکا دریځ یې په واضحو ټکو ورته رسولی دی.

بل پلو، د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایټمار ګویر خپلو ځواکونو ته امر کړی چې حتی هغه فلسطینیان هم په نښه کړي چې پر تندي یې د معصومیت او بې ګناهۍ نښه وي. د صهیونستي رژیم ۱۲ چینل وایي چې وړمه د لومړي وزیر نتانیاهو او د اسراییلو د جګړې د وزیر ترمنځ لفظي شخړه شوې ده. ویل کیږي چې د جنګ وزیر او نتانیاهو ناندرۍ پخوانۍ دي چې تېره ورځ د خواله رسنیو په خوله شوې. نتانیاهو نه یوازې د کابنیې له دغه وزیر سره ناندرۍ او ستونزه لري، بلکې له ټولې کابینې سره په مخالفت کې ولاړ دی. د نتانیاهو اپوزیسیون وایي چې نوموړي ته اسراییل اهمیت نه لري.

تازه ویل کیږي چې اسراییلو د واشنګټن پر بار-بار غوښتنو خپلې شمالي پولي د مرسته رسونکو باروړونکو موټرونو پر مخ پرانیستي او پر مرستو بار موټرونه غزې ته پر لار روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د روان ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ولسمشریزې ټولټاکنې په مخ کې لري. ویل کیږي چې په دغه هیواد کې د برحال ولسمشر جوبایډن محبوبیت مخ پر ځوړ دی او د نوموړي د ستر سیال او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریالیتوب چانس لوړ دی. ټرمپ د اسراییلو او حماس جګړې په اړه ویلي چې ددغې کشالې ټول خرڅ باید جوبایډن له شخصې شتمنۍ ورکړي. ټرمپ په بهرني سیاست کې جوبایډن پړ او بایلونکی بللی دی. نوموړي ویلي چې د حماس پر وړاندې صهیونستي عسکرو فکري جګړه بایللې او ماتې یې منلې ده.

اړوند خبرونه