بهرنۍ رسنۍ وایې چې تېره ورځ د اسراییلو په پلازمېنې تل ابیب کې زرګونو اسراییلیانو د نتانیاهو او برحاله حکومت پر وړاندې لاریونونو ته راوتي وو.
دغو لاریون کوونکو د اسراییلو د لومړي وزیر نتانیاهو د ګوښه کېدو، د ټاکنو ترسره کولو او د اسراییلي یرغملو د ازادولو شعارونه ورکول.
دا لاریونونه په داسې حال کې زور اخلي چې د امریکا، لوېدیځ او تل ابیب ترمنځ کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
تر دې دمخه هم لسګونه زره اسراییلیان د نتانیاهو پر ضد لویو لارو ته راوتي وو او د نوموړي د پرځولو ګواښونه یې کړي وو.