ډېر لوستل شوي

تهران کې افغان سفیر او ډیپلوماټانو د قرانکریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ

.

په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت وایي چې په ایران کې د افغانستان د سفیر مولوي فضل محمد حقاني، په ګډون یو شمېر افغان ډیپلوماټانو او نورو مېلمنو په دغه سفارت کې د قرانکریم د ختم یو پروګرام چمتو او برخه یې پکې اخیستې وه.
په دې مراسمو کې افغان سفیر هیواد کې پر استوګنو او بهرمېشتو افغانانو د یو موټي کېدو غږ کړی دی. نوموړي ویلي چې تهران کې به د افغان کډوالو ستونزو او زده کړو ته هراړخیزه پاملرنه کیږي.
ورته مهال، وړمه ورځ د ملي راډیو تلویزیون په ګډون په ټولو لویو نظامي مرکزونو کې هم د قرانکریم د ژباړې او تفسیر دوره چې نږدې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وه، بشپړه شوه

اړوند خبرونه