د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د کندهار له مرکزي زندان څخه ۱۰۳ تنه زندانیان ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.
د کندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ولايت له زندان څخه د یادو زندانیانو د ازادولو خبر ورکړی دی. خبرپاڼه کاږي چې د دغه فرمان پر بنسټ د ۲۵ نورو بندیانو سزا هم کمه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار له زندان څخه په خوشې شوو بندیانو کې ۹۷ نارینه، پنځه ماشومان او یوه ښځه شامله ده. د کندهار د استيناف محکمې د جنايي جرمونو رئيس مولوي فضل الله عاصم د بنديانو د خلاصون پر مهال وويل، چې دغه زندانیان د امیرالمؤمنین حفظه الله
په ځانګړې بښنې ازاد شول.
د یادونې وړ ده چې سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي فرمان سره به د کوچني اختر تر ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ بندیان ازاد شي.