د نیله باغ ملي پروژې چارې چې ټولټال ارزښت یې ۷۱ میلیونو ډالرو ته رسیږي، پیل شوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ددې پروژې د عملي چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې دغه پروژه د هېواد د ابادۍ په برخه کې یو بنسټيز ګام دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې اسلامي امارت د بېخبنايي پروژو ترڅنګ د ودانیزو پروژو پلې کولو اړوند هم کوټلي ګامونه اخیستي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز ډاډ ورکړی، اسلامي امارت ژمن دی، چې د ودانیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.
څو ورځې وړاندې د چین د دولتي تصدۍ او کابل کې د چینایي پروژې مسوول د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست وزیر شیخ حمد الله نعماني سره په لیدنه کې، د نیله باغ پروژې د چارو عملي پیل ته چمتوالی ښودلی و. د ویلو ده چې په نیله باغ پروژه کې ۱۴۰۰ ودانۍ شاملې دي چې د رغېدو چارې به یې درې کلونه وخت ونیسي.