.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ (زما روغتیا زما حق) تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د دې ورځې د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده وبلله.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: اوسمهال د هیواد په نږدې ۵۰۰۰ روغتیایي مرکزونو اوګڼو دولتي روغتونو کې ناروغانو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کیږي.
ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، چې تېر کال نږدې اتیا میلیونه ناروغانو دولتي روغتیايي مراکزو او روغتونونو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې وه.
ښاغلي عباد همداشان ویلي چې روغتیا وزارت هڅه کوي ټول روغتونونه پر عصري طبي وسایلو سمبال کړي.
ډاکټر قلندر عباد پر هېوادوالو غږ کړی چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي