د پنجشېر والي وايي، هڅه کوي چې د ځوانانو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې بهير پراخ او دوی ته د پانګونې غوره فرصتونه چمتو کړي.
حافظ محمد اغا حکيم د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست ته لارښوونه کړې چې له دې وروسته دې د پنجشېر د زمردو په بولۍ کې ځوانانو ته ونډه زیاته کړي.
دپنجشير والي څرګنده کړې چې د پنجشېر ځوانان کولاى شي ددې ولایت د زمردو دتوليد د پير او پلور په برخه کې د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست تر چتر لاندې او د قانون له مخې خپل کوچني کاروبارونه پیل کړي.
د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري وايي، چې د دغه ولايت د مشرتابه لارښونې په پام کې نیسي او ځوانانو ته یې د پانګونې په پار یوه تګلاره هم بشپړه کړې ده.
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رييس وويل چې د پنجشېر د زمردو په ١٧ ام پړاو بولۍ کې ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه