حج او اوقافو وزارت په یوه شپږ مادیزه خبرتیا کې ویلي چې باید د هیواد په ټولو جوماتونو کې د اختر لمونځ اووه نیمې بجې وشي او د ټاکلې موضوع تر تقریر وروسته باید د امیرالمؤمنین حفطه الله اختریز پیغام ولوستل شي.
امامان د اختر د فلسفې او حکمت پر بیان مکلف شوي او همداشان ورته سپارښتنه شوې چې د امنیت د تینګښت او دولت سره پر همکارۍ تینګار وشي.
امامان باید اختر شپو ورځو کې د هغو توکو له کارولو ډډه وکړي چې ذهني ناارامي رامنځته کوي.
د یادونې وړ ده چې سترې محکمې پرون ماښام اعلان وکړ چې کوچنی اختر به سبا(چهارشنبه، وري ۲۲مه) وي.