ډېر لوستل شوي

د چین تر پولې پر رغېدونکي سړک دوه اړخیز بحث وشو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره کتلي دي.

دغه وزارت لیکي چې ښاغلي اخندزاده له واخانه د چین تر پولې پر رغیدونکي سړک بحث کړی دی.

ملا محمدیونس اخندزاده په دې کتنه کې ویلي: له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د جوړېدونکي سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ژر به واخان له چین سره سیده ونښلول شي.

 د نوموړي په ګومان، د دغه سړک جوړېدل د چین او افغانستان، دواړو په ګټه دي.

بلخوا د چین سفیر ویلي، هیواد یې په افغانستان کې له بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي.

د شنونکو په باور، دغه سړک به د افغانستان، چین او منځنۍ اسیا ترمنځ پر ټرانزیټي درې لارې بدل شي.

اړوند خبرونه