د کندهار ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې د اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امامت سره ادا شو.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې نن(چهارشنبه، وري ۲۲مه) سهار د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په امامت د ګڼو ملکیانو او نظامیانو په شتون کې ادا شو.
مولوي مجاهد زیاتوي چې د اختر په لمانځه کې زرګونو هیوادوالو برخه اخیستې وه.