د اسلامي امارت ویاند وايي، چې په روان کال کې به په هیواد کې لویې اقتصادي پروژې پلې شي.
مولوي ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې دا پروژې د انرژۍ د لېږد په منظور طرحه شوي چې کارونه به یې ډېر ژر پیل شي.
کاسا زر، ټاپي، افغان ټرانس او ځینې نورې هغه پروژې دې چې د لوړ ولتاژ د برېښنا د لېږد وړتیا لري.
د نوموړي په خبره د دې پروژو په پیل سره به د هیوادوالو اقتصادي ستونزې کمې او ګڼو نورو ته به د کار زمینه همچمتو شي.
بل پلو، د خصوصي سکټور غړي له افغان حکومت څخه د لویو سیمه ییزو پروژو د پيل غوښتنه کوي.