کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو هرات کې یوه ماشومه له انسان تښتوونکو ژغورلې ده.
د دغه وزارت د ویاند.مفتي عبدالمتین قانع په قول، چې دا پنځه کلنه ماشومه، ۹ ورځې وړاندې د هرات د اوومې حوزېاړوند سیمې څخه تښتول شوې وه.
ښاغلی قانع زیاتوي، دا ماشومه د ښځینه انسان تښنونکو لخوا تښتول شوې وه، چې په تړاو یې دوه ښځینه انسانتښتوونکې هم نیول شوې دي.
د یادولو ده چې افغان حکومت د انسان تښتونکو پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې او د جنایي جرمونو او د انسانتښتونې پېښې خورا راکمې شوي.