ډېر لوستل شوي

هندي چارواکي: هندو اتباع دې ایران او اسرائیلو ته له سفر ډډه وکړي

د ایران او اسرائیلو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې تر دویمې خبرتیا پورې دې دواړو هېوادونو ته سفر نه کوي.
هندي چارواکو په دغو دوو هیوادونو کې له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې پر ځانونو دې پام کوي او له اړوندو سفارتونو سره دې په اړیکه کې واوسي.
تر دې مخکې فرانسې هم خپلو اتباعو ته ویلي وو چې ایران، اسرائیل، لبنان او فلسطین ته دې سفر نه کوي.
ورته مهال ویل شوي چې فرانسې له ایرانه د خپلو ډیپلوماتانو کورنۍ ستنې کړي.
د ویلو ده، د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د سپاه پاسداران لږترلږه اوه لوړپوړي افسران ووژل شول

اړوند خبرونه