ډېر لوستل شوي

پښتو؛ څلورمه ژبه چې فضا کې پرې خبرې شوي

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر، فضا ته د بشر د ختنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، پښتو په نړۍ کې څلورمه ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې شوي دي.
روسی فضانورد یوري ګاګارین لومړنی کس و چې ۶۳ کاله وړاندې یې د اپریل په ۱۲مه فضا ته سفر وکړ. د یوناما په وینا، دې سفر د انسانانو لپاره فضا ته لاره هواره کړه.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸ کال کې فضا ته لاړ او ۹ ورځې یې په فضايي سټیشن کې تېرې کړې

اړوند خبرونه