ډېر لوستل شوي

د چاریکارو او ولسوالیو بندې لارې پرانیستل شوې

.

‏ټولګټو چارو وزارت وایي، د پروان د څلورو ولسوالیو لارې چې له مرکز سره تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوي.
دغه لارې د تېزو بارانونو او سېلابونو له وجې تړلې پاتې وې.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، د پروان ــ بامیان لویه لار چې د پروان د غوربند درې او د شینوارو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې تړل شوې وه چې بیرته د هر ډول موټرو پر مخ خلاصه شوه.
دغه سېلابونه لا ځاني زیان نه لري، خو ویل کیږي چې لسګونه جریبه ځمکه یې ویجاړه کړې

اړوند خبرونه