ډېر لوستل شوي

هرات کې دوه دیني مدرسې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د هرات سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې د دوو مدرسو کارونه بشپړ او نن(یکشنبه، وري ۲۶مه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا هرات ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت د کشک او سربلند ولسوالیو زلزله ځپلو سیمو کې د دوو دیني مدرسو پرانیسته وکړه.

ویل کیږي چې دغه دیني مدرسې د ۱۰ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت جوړې شوي دي. پوهنې وزیر ماشومانو ته د ښووني او روزنې برخو کې د لا چوپړ ژمنه وکړه او له هراتیانو یې وغوښتل چې خپل کوچنیان ښوونځیو او مدرسو کې شامل کړي.

اړوند خبرونه