ډېر لوستل شوي

هیواد کې د وروستیو اورښتونو له امله تر ۳۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په یوه خبر کې ویلي چې وروستیو درنو اورښتونو له امله په ټول هیواد کې تر ۳۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د دغه وزارت ویاند ملاجان سایق ویلی چې درنو اورښتونو، د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې ۳۳ کسان شهیدان کړي او ۲۷ نور زخمیان دي.

د ښاغلي د سایق په وینا، د دې اورښتونو په پایله کې ۶۰۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱۹۵۰ جریبه کرنیزه هم شاړه شوې ده. بل پلو، د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې له سیندیزو غاړو لیري واوسي. دغه وزارت اټکل کړی چې ښایي د کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان سيندونو اوبه له خپلې کچې زیاتې او سېلابي شي.

اړوند خبرونه