.
د ۲۱۵ العزم قول اردو مجاهدینو په هلمند او فراه ولایتونو کې ګڼ هیوادوال له سېلابونو ژغورلي دي.
دغه هیوادوال د ۲۱۵ العزم عمري قل اردو او خالد ابن وليد د پلې لواوو مجاهدینو له لوري د هلمند ګرشک او د فراه په بکواه ولسوالیو کې ژغورل شوي دي.
د یادې قول اردو ویاند ملا محمد رسول مسعود ویلي چې اوبه له خپلې کچې زیاتې شوي او د ګرشک اوسېدونکو هټۍ او کورونه یې لاندي کړي دي. د ښاغلي مسعود په قول چې د درېیمې پلې عمري لوا مجاهدین پر وخت سېلاب ځپلو ساحو ته رسېدلي او د شته امکاناتو په مټ یې ګڼ کسان له لاهوکېدو ژغورلي دي.
د ملي اردو منسوبینو دغه راز د فراه په بکوا کې یو مسافروړونکی او یو ټېلر موټر له سېلابونو ژغورلی دی