ډېر لوستل شوي

د افغان او قزاقي سوداګرو د ستونزو پر هواري بحث وشو

د هرات والي شیخ اسلام جار د قزاقستان له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او اقتصادي راکړې ورکړې خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د شیخ اسلام جار سربېره، د هرات ولایت د والي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستيال او د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس برخه اخیستې وه.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي خبرې وکړې. دغه راز، د سوداګرو تر منځ پر تبادلې، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د سوداګرو د ستونزو د حل او د ویزو د ورکړې په اړه بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغان او قزاقي سوداګرو ترمنځ د اسانتیاو او د سوداګرۍ د زیاتوالي په خاطر د دواړو هیوادونو ګډه سوداګریزه خونه هم پرانیستل شوه

اړوند خبرونه