ډېر لوستل شوي

مسکو، امنیت شورا پر توپیري چلند تورنه کړه

.

ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا کړنې ناعادلانه بللي او دغه شورا یې پر دوه ګوني چلند تورنه کړه.
وایسلي نیبنزا د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې چې پر اسراییلو د ایران تر برید وروسته یې راغوښتې وه، وویل: امنیت شورا تل د هیوادونو ترمنځ توپیري چلند کوي.
نیننزا زیاته کړې، هغه وخت چې اسراییلو دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ، ټولو چوپتیا غوره کړه؛ حالنکه یاد برید د ټولو نړیوالو نورمونو پر ضد و.
امنیت شورا، پر اسراییلو د ایران تر پراخ برید وروسته بېړنۍ ناسته راغوښتې وه

اړوند خبرونه