.
وال سټریټ ژورنال د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، امریکايي او غربي چارواکي وړاندوینه کوي چې اسراییل به نن یا سبا د ایران وروستیو بریدونو ته ځواب ووایي.
نيويارک ټايمز د يوه اسرائيلي چارواکي له خولې ليکلي چې اسرائيل به بې له شکه ځواب ورکړي.
په ورته وخت کې راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هیواد د کانګرس مشرانو ته په یوه ټیلیفوني تماس کې له اسراییلو سره د پوځي مرستو د پلان پر سمدستي تصویب ټینګار کړی دی. جو بایډن له دوی څخه وغوښتل چې دا چاره باید ژر تر ژره ترسره شي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون یکشنبه اې.بي. سي تلویزیون ته وویل چې امریکا بې له شکه اسراییلو سره مرسته کوي خو په جګړه کې ځان نه ښکېلوي.
نوموړي ویلي چې دوی په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدلو پلوي نه دي.
د ویلو ده چې دوې ورځې وړاندې ایران پر اسراییلو د چاودېدونکو الوتکو او کروزو مزایلو پراخ برید وکړ چې ځاني او مالي زیان هم لري