.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه او د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو دکندهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند مخکینۍ قول اردو ساحه کې چې په زړې فرقې شهرت لري، یو هستوګنیز ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي، یاد کوچنی هستوګنیز ښارګوټی د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه جوړ شو، چې د مدیریت، کنټرول او څارنې چارې یې په کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په غاړه وې.
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په زړې قول اردو کې جوړ دغه عصري هستوګنیز ښارګوټي باندې شپږ سوه او لس زره (۶۱۰۰۰۰) ډالر لګښت راغلی.
کندهار کې د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د یاد کوچني هستوګنیز ښارګوټي ډیزاین د کور او ښار جوړولو وزارت کړی چې د دوی تر مستقیم نظارت لاندې په پنځه میاشتو کې جوړ شو.
د نوموړي په خبره؛ هستوګنیز ښارګوټي کې هر کور، درې د او سېدو خونې، یو دهلیز، درې د حمام تشنابونه، یو پخلنځی او د احاطې دېوال لري، او په وینا یې ټولې چارې یې باکیفیته او معیاري سرته رسېدلي دي.
په یاد ښارګوټي کې هر کور په دوه سوه او دوه پنځوس (۲۵۲) متر مربع ځمکه کې جوړ او (۱۲۲۰۰) ډالر مصرف شوی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي چې ددې ښارګوټي د وېش چارې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پورې اړوندیږي.
د معلوماتو له مخې؛ په یاد کوچني هستوګنیز ښارګوټي کې پنځوس (۵۰) بابه کورونه د یوه ښارګوټي په اډانه کې جوړ شول، چې په ټوله کې ښارګوټی یوه د اوبو برمه، د اوبو ذخیره چې د پنځوس زره (۵۰۰۰۰) لیتره اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، د اوبو رسولو منظم سیسټم، او نورې اسانتیاوې برابرې شوي، چې شپږ اویا زره (۷۶۰۰۰) ډالره لګښت پرې راغلی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت؛ د ښاري پراختیا او هېوادوالو ته د ارزان بیه او معیاري سرپناه په برابرولو کې هڅې پیل کړي دي، چې روان کال به یې عملي چارې لا ګړندۍ شي