ډېر لوستل شوي

د بخش اباد بند د چارو پر چټکتیا ټینګار وشو

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ددغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده د بخش آباد بند د قراردادي شرکت له مسوولینو سره کتلي دي.

 مولوي منصور د همغږي په دغه ناسته کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې د پرمختګ وضعیت وارزاوه او د یاد بند د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

د ناستې په بهیر کې د وزارت تخنیکي مسئولینو او د قراردادي شرکت مسوولینو د نوموړې پروژې د چارو د پرمختګ په هکله معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې د تونلونو د کیندنې او پاک کولو چارې بشپړې شوې او کانګریټ اچولو ته چمتو دي.

دغه راز په دغه ناسته کې د چارو د چټکتیا او د تونلونو د کانګریټ اچولو چارو د پیل په موخه د لازیاتو همغږیو رامنځته کولو په هکله اړینې پریکړې وشوې.

بخش اباد بند په فراه ولایت کې پروت دی چې په رغېدو سره یې د فراه زرګونه کورونه رڼولی او زرګونه هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

اړوند خبرونه