ډېر لوستل شوي

هلمند کې تر سلو د زیاتو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیوني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له سلو د زیاتو غېږ نیونکو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ د تېر کوچني اختر په دویمه پیل شوې وې چې پرون پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو سربېره د کندهار او ارزګان غېږنیوونکو هم برخه اخیستې وه.

عبدالله، صفت الله، محب الله، عزت الله، محمد رسول، او احسان الله د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو ګټونکي شول او په ګڼو ډالیو ونازول شول.

ددغو سیالیو د چمتو کولو موخه د اختر هرکلی او د دودیزو لوبو وده وه.

اړوند خبرونه