راپورونه وایي، د ابوظبۍ او عمان په ګډون په یو شمېر هیوادونو کې بې ساري اورښتونه شوي چې خلک یې سخت ورخطا کړي دي.
ددغو بارانونو له کبله اوبه په څپو شوي او لویو لارو کې یې سېلابونه بهولي دي.
ویل کیږي چې د دوبۍ هوایي ډګر الوتنې هم له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.
ددغو اورښتونو څپې ایران او د افغانستان لوېدیځ ته هم رسېدلي. د ایران په ځینو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ښوونځي رخصت شوي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې هم په فراه کې د درنو اورښتونو اټکل کړی.