د غزني ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پنه چک ډېم کاسه له اوبو ډکه شوې ده.
د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د پنه چکډم کاسه تېر کال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري جوړه شوې وه چې کاسه یې اوسنیو اورښتونو ډکه کړې ده.
د غزني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د سیمې اوسیدونکو ته ددغې چک ډېم د ساتنې اړوند اړینې لارښوونې کړي دي.
بل پلو، د افغانستان د برېښنا د لوی بند، نغلو کاسه هم د لومړي ځل لپاره له اوبو ډکه شوې. برېښنا شرکت وایي چې برېښنا بندکاسو کې د اوبو زیاتېدو برېښنا هم زیاته کړې ده.