د هلمند ځایي مسوولین وایي چې ددې ولایت په باغران ولسوالۍ کې په زیاته اندازه ومان کشف او له منځه یووړل شول.
د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت د هلمند باغران ولسوالۍ کي ۱۱۲ کيلو ګرامه ومان کشف او له منځه یووړل.
د هلمند امنيه قومندانۍ وياند ملا عزت الله حقاني ویلي چې امنیتي ځواکونو د يو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ددې ولایت په باغران ولسوالۍ کې ۱۱۲ کیلوګرامه ومان کشف او له منځه وړل شوي دي.
افغان حکومت د ومان بوټو کښت او پلور منع کړی.
ومان په طبیعي ډول په غرونو کې زرغونیږي چې په دې وروستیو کې یې خلکو خپلو کرکېلو کې کښت ته مخه کړې وه.