ډېر لوستل شوي

چاریکارـ ګل غونډۍ لمن کې؛ د ارغوان ګل دودیزه مشاعره وشوه

د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د هېواد د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو، دولتي چارواکو، مجاهدینو، ملکي وګړو او د شعر او ادب مینه والو په حضور کې د ارغوان ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه. سږکال د ارغوان ګل د دودیزو مشاعرو دولسم کال و چې پرلپسې جوړیږي او د شعر او ادب مینه والو له خوا یې پراخ هرکلی کیږي.
د ارغوان ګل دودیزه مشاعره په داسې حال کې نمانځل کیږي چې ددغه ولایت په ګل غونډۍ کې د ارغوان ګل دودیزه ملي مېله هم پیل شوې ده. دغه مېله د چاریکارو په مشهوره او زړه راښکونکې سیمه(ګل غونډۍ) کې هر کال د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو په شتون کې نمانځل کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست قدردانی کوي چې په دې ولایت کې یې فرهنګي چارو ته پام کړی. د ښاغلي عزیزي په خبره، د ارغوان ګل مېله د هېواد له دودیزو او ارزښتمنو مېلو څخه ده چې له ډېره پخوا نمانځل کیږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې وزارت هڅه کوي، د هیواد لرغونې او توریستي سیمې پراخې کړي او د یادو سیمو پېژندګلوۍ ته کار وکړي.
د پروان د والي مرستیال مفتي محمد ادریس انوري د ارغوان ګل د اهمیت او ښکلا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ګل غونډۍ او ارغوان سره تړلي نومونه دي او یاده سیمه د پروان له طبیعي او تاریخي سیمو څخه ګڼل کیږي چې ځانګړې ښکلا او زړه راښکون لري. ښاغلی انوري خوښ و چې دغه مېله د ورورګلوۍ او امن په فضا کې ترسره کیږي.
د پروان مرستيال والي د فرهنګي غونډو او جشنونو پر فلسفې او اهمیت خبرې وکړې. نوموړي زياته کړه، چې مشاعرو، غونډو او مېلو ته تګ راتګ د شريعت په چوکاټ کې د اخلاقي معيارونو په رڼا کې جواز لري او د دغسې جشنونو منتظمین ورته باید متوجې وي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرنیزو چارو چارسمبالي او د باختر اژانس عمومي رییس مولوي ضياالحق حقمل وويل، چې د دغو جشنونو جوړول د ورورلۍ، يووالي، د فرهنګونو د ودې او د هېوادوالو د تاريخي هويت د غنا برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي حقمل زیاتوي چې اسلامي امارت د هرې ورځې په تېرېدو د وروڼو قومونو ترمنځ یووالي، قومي تعصبونو له منځه وړلو او د هیواد د پرمختګ په پار پر پلانونو کار کوي او موږ یې شاهدان یو.
دغه مشاعره نن(چهارشنبه، وري ۲۹مه) ترسره شوه، چې شاعرانو پکې د هېواد د ابادۍ، د قومي تعصبونو له منځه وړنې، د نظام پر ملاتړ، د طبیعي مناظرو پر ستاینې او نورو موضوعاتو شعرونه وړاندې کړل. د ارغوان ګل دودیزه مشاعره او مېله هرکال د ارغوان ګل په ټوکېدو پیلیږي او د یاد ګل په رژېدو پای ته رسیږي. ویل کیږي چې ارغوان یوازې څو ورځې غوړېدلی وي او بېرته له منځه ځي. د پروان ولایت ګل غونډۍ سیمه چې د ارغوان ګل په بوټو ښایسته ده، د هېواد له مهمو او توریستي سیمو څخه شمېرل کیږي. ددغې غونډۍ لیدو ته د هرکال په پیل کې ګڼ کورني او بهرني سیلانیان ورځي.
د پروان د ارغوان ګل ترڅنګ، ننګرهار کې د نارنج ګل، لوګر کې د سنځل ګل، میدان وردګو کې د مڼې ګل، کندهار کې د انارګل او نورو ولایتونو کې په ورته نومونو هرکال دودیزې مشاعرې او مېلې ترسره کیږي

اړوند خبرونه