ډېر لوستل شوي

امنیت شورا، ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ته رایه ورکوي

.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا (جمعه، وري ۳۱مه) په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رایه ورکړي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د الجزایر لخوا وړاندیز شوي پریکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي.
د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د دې شورا غړو د تړلو دروازو تر شا یوه غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب په اړه موافقې ته ونه رسېدل.
فلسطین په ۲۰۱۱ کال کې په ملګرو ملتونو کې د دایمي غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د یو څه مودې لپاره د دایمي څارونکي په توګه پاتې شي او اوس په ملګرو ملتونو کې د دایمي څارونکي غړيتوب لري، تر دې وړاندې فلسطین هم د ملګرو ملتونو سازمان ته یو پیغام استولی و او ترې غوښتي یې و چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د فلسطین په بشپړ غړیتوب بیاځلې غور وکړي.
د یادونې وړ ده چې فلسطین اوسمهال د دغه سازمان د څارونکي حیثیت لري. دا ډول هېوادونه د دغه سازمان غونډو کې ګډون کولی شي، مهمو اسنادو ته لاسرسی لرلی شي؛ خو د رایې اچونې حق ترې اخیستل کیږي.

اړوند خبرونه