د هلمند ځایی مسوولین وایي چې ددې ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې درنو بارانونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد وایې چې بغني او کجکي ولسوالۍ د نورو په پرتله زیاتې زیانمنې شوي دي. د ښاغلي راشد په خبره، د هلمند ډېریو ولسوالیو کې د نن(پنجشنبه، وري ۳۰مه) مازیګر راهیسې شړکنده باران اوري چې لا هم نه دی درېدلی.
دې ولایت کې اورښتونو تراوسه د څلورو تنو ژوند اخیستی دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم بارانونو، سېلابونو او توپاني بادونو د دې ولایت ګڼ اوسېدونکي زیانمن کړي وو.
بل پلو، هلمند کې مېشتو د ملي دفاع وزارت منسوبینو سېلاب کې د ایسارو خلکو لاسنیوی کړی او خلک یې له ډېر زیانه ژغورلي دي