ډېر لوستل شوي

هلمند کې د شنو خونو حاصلات زیات شوي

د هلمند ځایي مسوولین وایي چې روان کال په دغه ولایت کې د شنو خونو حاصلات زیات شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست په يوه خپره کړې اعلاميه کي ويلي چې څه موده مخکې د هلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کي بزګرو ته په ازمایښتي ډول ۶ بابه شنې خونې په واک کې ورکړل شوې چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.
د هلمند د کرنې او اوبو لګولو ریاست وایي چې دغو شنو خونو غوره حاصلات درلودل او په بازار کې یې هم ښه بازار موندلی دی.
دغه ریاست له کروندګرو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي

اړوند خبرونه