ډېر لوستل شوي

کرملین: ایران سره مو تماسونه ډېر کړي

د کرملین ویاند وايي، مسکو سیمه کې د کړکېچ د زیاتوالي پلوی نه دی، دې حالت ته اندېښمن او له ټولو هیوادونو غواړي له زغم کار واخلي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون له خبریالانو سره په یوه مرکه کې وویل، جنګ د هیچا په ګټه نه دی. د روسیې د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې مسکو له ایران او اسراییلو سره په اړیکو کې دی او د زغم لارښوونه یې ورته کړې ده.
د کرملین ویاند د سیمې هېوادونه وروسته له هغه زغم ته رابولي چې پر اسراییلو د ایران له برید سره کړکېچ زیات شوی.
تر دې دمخه په ملګروملتونو کې د روسیې استازی واسیلی نیبنزیا ویلي و چې په سیمه کې د هر ډول کړکېچ د رامنځته کېدو پړه د اسراییلو او لویدیځو هیوادونو په غاړه ده

اړوند خبرونه