ډېر لوستل شوي

افغانستان د کاغذ له پلوه په ځان بسیا شوی

مسوولین وایي، اوسمهال افغانستان د کارټنونو او سپینو پاڼو د تولید له مخې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی. د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې یوازې په دغه ولایت کې د کارټن او اې فور ورقو څلور کارخونې فعاله دي.
د امین کریم په نوم د یوې کارخونې مسوول وایي چې یاده کارخونه یې د ۲.۵ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه کړې او ۱۰۰ افغان ځوانان یې پر کار بوخت کړي دي. نوموړی وایي چې دا کارخونه په ورځ کې ۱۳۰ زره کارټنونه تولیدولی شي. ویل کیږي چې د دغې کارخونې کارټنونه د پلازمېنې په ګډون ګڼو ولایتونو ته لېږدول کیږي. د کارخونې مسوولین وایي چې که د برېښنا ستونزه یې حل شي، د تولیداتو ظرفیت یې لوړېدای شي.
د یادونې وړ ده چې ددغو کارخونو په فعالیت سره دمګړۍ د پاکستانیو کاغذونو او کارټنونو د واردېدو مخنیوی شوی. افغانستان وړم کال د لومړي ځل لپاره سپینې اې.فور ورقې هم د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونو ته صادرې کړې وې.

اړوند خبرونه